خبر خپروونکې د قرآن نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې د مالزی خبر خپروونکې(Bernama) نه په نقل، دا مسابقه به د نورو هیوادونو استازی په شتون کښې د نړیوال تجارتی مرکز *پوترا جایا* کښې ترسره کېږی.
حامد ولی زاده خلخالی د جمهوری اسلامی ایران استازی د قرأت په مسابقه کښې په ګډون کوې.
حامد ولی زاده، د ایران یو ممتاز قاری دې چې د آذربایجان غربی ولایت نه دې. له دې نه مخکې په شپږدیرشم د هیواد سرترسره مسابقاتو کښې دوهم او ړومبۍ مقام یی د ځوانانو طالب علمانو قرآن نړیواله مسابقه کښې
اخیستلی وو،
احمد ترمذی علی او هنیمزه جلال الدین د مالزی استازی د سړو او ښځو ټوګو کښې شامل دې.
عثمان مصطفی د مالزی اسلامی لاری خپرولو ټولنی سرمنشی چې د دې مسابقاتو واک هم د هغه په ذمه دې، اعلام وکړو: دا مسابقات *اعتدال د اسلامی امت د یووالی ستنه* شعار سره ترسره کېږې. چې مالزی دولت د دې هیواد دمسلمانانو ترمنځه اعتدال راوستلو کوښښونو سره همغږی دې.
هغه زیاته کړه: دې مسابقاتو کښې منتخب شوې قاریان د ښځو او سړو ډلو نه وتې کسانو لپاره د سرو زرو ټوک او نغدې پیسې چې د ۴۰ زره رینګیت سره سمون خورې ترلاسه کوې.
په تیر دور کښې په دې مسابقاتو کښې د نړې ۴۳ هیوادنو نه ۷۷ کسانو ګډون کړې وو، چې د هغوې نه ۱۶ کسان ښځه وې،
احمد مشمول د جمهوری اسلامی ایران استازی تیر کال د قرآن د قرأت پنځه پنځوستم مسابقه دوره کښې مالزی دوهم مقام تر لاسه کړې وو.