خبر خپروونکې د قرآن نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، غربی آسیا څانګه، دا نندارتون د دارالقرآن کابل، د افغانستان قرآن خپرندویو او هنرمندانو په مرسته پیل کېږې.
د قرآن بهار نندارتون پرانیسته کښې د قرآن د آیاتو تلاوت او د نندارتون د جوړولو مشر خبرې هم د نندارتون برخه ده.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت خپرووونکې مرستیال د دې نندارتون نور ویناوال وو، هغه د رمضان میاشته کښې د قرآن نه ګټه اخیستلو ضرورت باندې خبرې وکړې.
همدارنګه ناصر جهانشاهی، په افغانستان کې د ایران کلتوری اتاشې په خپلې وینا کې وویل: د رمضان میاشته د انسان د هدایت میاشته ده، او الله تعالی په دې میاشته کښې انسان ته لاره هواره کړې چې روزه په خوله قرآن سره اړیکه ونیسی، او د الله د آیاتو قرائت او په هغې کښې تأمل سره د الله په لار کښې د خپل هدایت لپاره لار هواره کړی.
هغه د مسلمانانو یووالی او د قرآن سره اړیکه نیولو باندې ټینګار سره زیاته کړه: اسلامی امت قرآن محور ټاکلو سره، باید مسلمان د عزت او خپلې لوی په لار کې قدم واخلې او اجازت ورنکړې چه افراطیان دې په بېلو بېلو عناوینو سره د دې په محکم کتارونو کښې درز واچوی د مسلمانانو ذلیلتوب باعث جوړ نشې.
د قرآن سره د انس غونډی، نعت ویل، د قرآن تلاوت او د حفظ مقابلې او همدارنګه قرآنی آثار وړاندې کول، قرآنی سافت ویر او د خپرووونکیو محصولات په دې شپږم نندارتون د قرآن بهار کښې پیل کېږې.
یادونه: دا قرآنی نندارتون به لس ورځې د شرکت کوونکیو مېلمستیا کوې.