IQNA

د را روان رمضان نه مخکې به پیل کېږې:

په دبی کښې د قرآن کریم نړیوال پلاویو غونډه

8:55 - July 12, 2014
د خبر لمبر: 1428316
نړیواله ډله: د دبی د نړیوال قرآنی جایزه لرونکې مقابلې پیل کولو کمېټه مشر په د دبی کښې د قرآن کریم نړیوال پلاویو د غونډی خبر ورکړی.

د قرآن نړیواله خبر خپرونکې ټولنه(ایکنا) له راپور له مخې، د امارتی ورځپاڼه (البیان) نه په نقل، ابراهیم محمد بوملحه، د دبی د نړیوال قرآنی جایزه لرونکې مقابلې پیل کولو کمېټه مشر اعلان وکړو: قرآنی جایزه لرونکې مقابلې پیلوونکې اراده لرې چې راروان کال که تېر وې او که اوسنی ټول پلاوی غونډه ته را وبللې.
هغه زیاته کړه: په دې غونډه کښې د دبی د نړیوال قرآنی جایزه لرونکې تېر او اوسنی پلاوی خپلو تجربو او قرآنی پوهنو هدف سره خپلو کښې را یوځای کېږی.
هغه دې اعلان سره چې د دبی جایزه لرونکې مقابلې د اسلامی نړی په سطحه د قرآن کریم حافظو له ټولو ستره غونډه وه څرګنده کړه: ۸۹ مخکېنی حافظ د شرکت لپاره دبی ته راغلی چې په کې ۴ کسان په حفظ کې د کمزورتیا له وجهې د شرکت کولو نه منع شول.
حمزه صیداوی د اردن ۱۵ کلن شرکت کوونکی قرآن سره د خپلې پوهنه په هکله وویل: د ۱۱ کلن وم چې د قرآن حفظ می شروع کړو او ۱۳ کلن وم چې قرآن می حفظ کړو، هر ورځ به می د قرآن یوه پاڼه حفظ کوله، د قرآن د حفظ ډېرو مقابلو کښې چې په اردن، مصر، عربستان، لیبی او بحرین کښې پیل شوی شرکت کړی، او د مصر په مقابلې کښې په اتم شمېر راغلی وم.
محمد حراصی د عمان شرکت کوونکې هم وویل: د قرآن کریم حفظ می په اووم کال په یو قرآنی مدرسه کې شروع کړو، او ۱۷ کلن وم چې ترسره می کړو، او اوس د دبی په دې مقابله کښې د عمان نمایندګی کوم.

1427781

captcha