IQNA

پاپ په مقدسه ځمکه کښې د جنګ بندی غوښته وکړه

8:28 - July 16, 2014
د خبر لمبر: 1430253
نړیواله ټولنه: د فرانس پاپ: د کاتولیکو نړیوال رهبر د اسرائیل په غزه باندې د بریدونو په اوومه ورځ په مینځې ختیځ کښې د جنګ بندی غوښتنه وکړه، او د پاکی غصب شوې ځمکه باندې د امن لپاره دعا وکړه.

قرآن خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د خبرونو ویب پاڼه  «Catholic News Agency»نه په نقل، پاپ وویل: ځه تاسې ټولو نه غوښتنه کوم چې په مقدس ځمکه کښې امن لپاره او د ورستې  ورځو فاجعه تر پایه رسولو لپاره دعا وکړی.
هغه زیاته کړه: له دواړو اړخه جنګېدونکو او سیاستدانو د سېمې مسؤلینو او نړی نه خواست کوم  چې دښمنې ختمولو  او صلح جوړولو لپاره خپل ټول توان په کار راولی.
هغه چې د واتیکان ډاګه سنت پیترز نه په ایتالیایی ژبه کښې خبر کولی، شرکت کوونکې نه د مقدس ځمکه امن د دعا غوښتنې لپاره د چوپتیا خواست وکړو.
رژیم صهیونیستی د تیر میاشته ۱۷، منګل له ورځې نه په غزه باندې د برید آغاز کړی چې په دې بریدونو کښې څه ۱۸۷ د فلسطین ولس نه مړه شوی.
رژیم صهیونیستی ادعا لرې چې دا برید د حماس د توغندو حملو په ځواب کښې کوی، خو ولی څه راپور وجود نه لرې چې د اسراییل غصبی ځمکه باندې څه پېښه یا تلفات شوی وی.

1429878

captcha