قرآن خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د خبر خپرووونکې «Anadolu Agency» نه په نقل، د رژیم اسرائیل په غزه باندې د بریدونو په پنځلسمه ورځ د بمباری له وجه په دې سیمه کښې ۵ جوماتونه ویجاړ کړی.
د فلسطین استوګنځیو وزارت اعلان کړی: په غزه د اسرائیل د بریدونو نه پس ۴۰ جوماتونه د دې حملو هدف جوړ شوې، چې ۱۵ په کې مکمل او ۲۵ په تقریباْ ویجاړ شوی.
د جوماتونو نه سربېره د غزه کورونه او درملتون هم د تېرو دوو هفته نه د اسرائیل د حملو هدف دې.
د غزه خلاف رژیم صهیونیستی خپل نوې هوایی بریدونه د تیر میاشته ۱۷ تاریخ نه شروع کړې، او هم دا رنګه یی د تیر میاشته ۲۶ تاریخ نه په غزه باندې ځمکې بریدونه هم شروع کړې.
د غزه بی پناه خلکو باندې د رژیم اسرائیل هوایی، سمندری او د ځمکه بریدونه دوام لرې او دا رژیم ادعا لرې چې حماس نه خپله دفاع کوې او بریدونو کښې هدف د حماس ځواکونه دی.
خو ولی د ملګرو ملتو موسسه راپور دا دی چې په مړینو کښې اکثریت د فلسطینی ولس دی او یو په دری په کښې ښځې او ماشومان دې.http://www.iqna.ir/fa/News/1432413