IQNA

د نیویارک جومات، الهی مذهبونه منوونکو لپاره د سلامتیا ځی

9:55 - August 16, 2014
د خبر لمبر: 1439510
نړیواله ډله: د نیویارک هارلم ښار کښې کلونو مخکښې د مالکوم ایکس جومات د امریکا تور پوستو مسلمانانو د غونډی ځې وو، چې اوس د الهی مذهبونه منوونکو د سلامتیا ځی کښې بدل شوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د وال سټریټ نشریه نه په نقل، مالکوم ایکس جومات په کال ۱۹۵۶ کښې د یو فعال تور پوسته مسلمان مالکوم ایکس له اړخه د ویناوو او د امریکې تور پوستو بشری حقوقو ساتونکی مرکز په توګه جوړ شوی وو.

نن لسګونه کلونو پس دا جومات خپل شین رنګی ګومبته سره په بولوار ماکوم ایکس کښې د مذهبونو او دینونو د سلامتیا ځی دی.

ړومبی ځل دا مالکم ایکس جومات هغه وخت د نورو مذهبونو مېلمستیا وکړه کله چې دې جومات سره نږدې کلیسا خراب شوه او د دې ځې مسیحیانو ته اجازه ورکړی شوه چې خپله هفته یز کړنلار په جومات کښې پیل کړی.

د دې سیمې یهودو یوه ډله چې خپله کنیسه نه لرې دې جومات ته رته اځی.

میا سیمرینګ، د هالم سیمې اوسېدونکې مسیحی وایئ: کله چې کلیسا ورانه شوه، مونږ سره د عبادت ځی یواځې دا یو جومات وو  چې مونږ ته یی اجازت هم راکړو او مونږ لپاره یی په کښې ځګۍ هم جوړ کړو او هیڅ بیه یی را نه وا نه خیسته.

شفرد لی، د کلیسا پادری وایئ: د دی خلکو دلته په شتون د خدای شکر کوم، چی زمونږ یی دری کاله مېلمستیا وکړه.

مالکوم ایکس د امریکا کښې د اسلامی ولس مشر وو، چې خپلو مدنی او ټولنیز فعالیتونو او ویناوو سره کوښښ کولو چې د امریکا تور پوستو ته بشری حقوق ورکړی، هغه خپل د حج سفر کښې خپل نوم الحاج مالکوم الشباز ایښودی وو.

د ماکوم ایکس په ژوند کښې څو ځله د هغه د مړینې لپاره ترهګرو کوښښ وکړو چې اف پی آی د دی بریدونه نسبت ملت اسلام ته ورکړی وو. آخره کښې په کال ۱۹۶۵ کښې د نیویارک منهتن غونډه سالون کښې د ویناوې تر منځه له درې وسله والو سړو د ډزو نښې نه پس مړ شو.

مالکم لطیف شباز په نوم مالکوم ایکس یو لمسې لرو چې په شکل کښې د ده غوندې جوړ وو. او شیعه مذهب یی لرلو، او د امریکا د مسلمانانو خدمت لپاره یی فعالیت کولو ډیرو شیعګانو سره یی اړیکې لرې، هغه هم دوه کاله مخکښې په مکسیکو کښې شکمنه توګه مړه شو.

1438605

captcha