IQNA

د کویټه د القدس د ورځې شهیدانو لمانځلو مراسم پیل شو

1:29 - September 08, 2014
د خبر لمبر: 1447785
نړیواله ډله: پرون د دینی عالمانو، محصلانو، د جوماتونو امامانو او د شهیدانو د کورنۍ شتون سره د کویټه د القدس د ورځې شهیدانو لمنځلو مراسم په د کویټه ښار ژنرال محمد موسی ښوونځې کښې پیل شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سید مرتضی زید، د دې مراسمو ویاند د شهیدانو یادولو او لمانځلو باندې زور وکړو او وې ویل: ترور د دښمن آخره وسله ده، او دا د دښمن د نظریه او دلیل په ډګر د ناکامی نښه ده، هغه ؤ ویل: دښمنانو له ډېر مخکې د وژلو، د زور زیاتی او ترور نه خپله وسله جوړه کړی، هغوی کوښښ کوې چې په زور او زر باندې حق له مخې لرې کول غواړې او که داسې ؤ نکړی شی نو غلط تبلیغاتو سره د حق منحرف کولو کوښښ کوی، او چې په دې کښې هم ناکامه شی نو ترور کول شروع کړی، او کوښښ کوې چې دې خوف او ترور سره خلک د شهیدانو د لارې منحرف کړی، زید ؤ ویلې: مونږ د کربلا نه درس اخیستلې مونږ د ولایت او امامت منونکو شهادت سره د ذلت له ژوند نه لری یو، دا مراسم د پاکستان امامیه محصلانو له اړخه پیل شو. په دې مراسمو کښې شاعرانو او مداحانو خپل اشعار د شهیدانو په وصف کښې وړاندې کړل.

یادښتونه: څلور کاله مخکښې د کویټه ښار میزان څلور لاری باندې د قدس د ورځې لاریون کښې ځان وژونکې برید کښې په سلو کسان شهیدان او ژوبل شوې وو.

http://iqna.ir/fa/News/1446159

captcha