IQNA

د جعیت علمای اسلام پاکستان امیر:

د فلسطین نه حمایت واجب عینی دی

9:17 - September 13, 2014
د خبر لمبر: 1449238
نړیواله ډله: د فلسطین نه حمایت کول د هر یو مسلمان باندې نه دا چې واجب کفایی دی بلکې واجب عینی دی او الله تعالی شکر دی چې نن مونږ د اسلامی ایران نه خپله خبره تر ټولو مسلمانانو او تر ټولې نړۍ رسولې شو او ټول خلک د فلسطین مظلوم ولس مرسته ته بللې شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د جمیعت علمای اسلامی پاکستان مشر علامه سمیع الحق تهران کښې په نړیوالې غونډه (مسلمانو عالمانو له  فلسطینی ټینګار نه حمایت) کښې ؤ ویل: د فلسطین مسئله د اسلامی امت ستره مسئله ده، دښمن هر کله د لوی وار کولو نه پس انتظار کښې وې چې دوې را ویښېږې که نه، دلته هم صهیونیستی دښمن د اسلام په زړه لوی وار کړی او ګوری چې اسلامی امت ویښ نشو نو خپل جنایاتو ته یی ادامه ورکړه.

هغه زیاته کړه: د قدس پېښی اسلامی نړۍ اریانا کړی،  خپله زه هغه وخت دومره تر تاثیر لاندی راغللم چې تر ډېره وخته به له کور څخه نه را وتلم، او ضمیر به اجازت نه را کولو چې په هغه ځمکه وګرځم چې دا لویه پېښه پرې پیل شوی.





سمیع الحق زیاته کړه: امام خمینی ډېره ښکلې خبره کړی چې فرمایلې دې: که ټول مسلمانان یو یو بالټۍ اوبه واچه وې نو اسرائیل به تباه شی، خو ولې که مسلمانان خپل توکې واچه وې نو هم اسرائیل به پاتی نه شی.

هغه ټینګار وکړو: د فلسطین نه حمایت کول د هر یو مسلمان باندې نه دا چې واجب کفایی دی بلکې واجب عینی دی او الله تعالی شکر دی چې نن مونږ د اسلامی ایران نه خپله خبره تر ټولو مسلمانانو او تر ټولې نړۍ رسولې شو او ټول خلک د فلسطین مظلوم ولس مرسته ته بللې شو.

د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر زیاته کړه: له مقاومت نه په کار دې تمه ؤ لرو، هم دې مقاومت سره د اسلامی امت پایښت ضامنېږې، او فخر سره مقاومت د جهاد په نوم ټاکو او د دښمن د دسیسه لاندې را نه شو چې جهاد ته ترهګرې وایئ ځکه چې جهاد ترهګرې نه ده، زمونږ دښمنان نن زمونږ دین او دینی مرکزونه د ترهګری په نوم ټاکې او دښمنې رسنۍ هم دا رنګ ورکوې، خو ولې جهاد کښې نجات دی.

هغه په پاکستان کښې د برتانیه استعمار ته اشاره سره ؤ ویل: مونږ هڅه نه لرل، برتانیه یو قدرت وو خو ولې مونږ مقاومت وکړو او ازادی مو ترلاسه کړه، نن هم امریکه او نور قدرتونو پاکستان، افغانستان او نور هیوادونه تر لاس لاندې راوستل غواړې خو ولې شیعه او سنی دواړه به مقاومت کوو، او دا استعمار به له خپلې خاورې ووباسو.

د اسلامی امت شننه د صهونیسم نړیوال هدف دی

د تونس مفتی شیخ حمده سعید په غونډه کښې خپل وینا کښې ؤ ویل: نن فلسطین زمونږ نه مرسته  غواړی، نو په کار ده چې د فلسطینیانو مقاومت نه حمایت وکړو، او ولې به د فلسطینیانو حمایت نه کوو چې اسرائیل د مسلمانانو ړومبی قبله او قدس شریف خپل هدف ګرځولې.

هغه دې ته اشاره سره چې نن اسلامی امت د جګړې ګواښ سره مخامخ دی ؤ ویل: د مسلمانانو شننه د صهیونسم اصلی هدف دی، هم له دی سببه په مسلمانانو کښې په مختلفو طریقو ډله ډلبندی کوی او دا کار یی تر فلسطین نه پوری محدود نه دی.

شیخ حمده سعید زیاته کړه: تکفیری ډله نن د اسلام په نوم باندې جنایات کوی، او نن د اسلامی دولت په نوم د نړۍ خلک وژنې نو په کار ده له هغوی سره مقابله وکړو، په کار دې د حقیقی اسلامی بیرغ اوچت کړو او اعلان وکړو دا وهابیت چې نن یی اسلامی نړۍ ترلاسه کړی له اسلام سره هیڅ اړیکه نه لری.

د اسلامی عالمانو نړیواله غونډه (مسلمانو عالمانو له  فلسطینی ټینګار نه حمایت) پرون سحر د ۲۰۰ عالمانو او د اسلامی نړی نه ۵۳ هیوادونو شخصیتونو په شتون کښې پیل شو.

http://www.iqna.ir/fa/News/1448691

captcha