IQNA

مصر کښې د قرآن پوهنې دوره د قرآن علمی معجزی کښې د زرګونو مبلغانو ګډوند

22:21 - September 26, 2014
د خبر لمبر: 1454091
نړیواله ډله: د زرو نه زیات مبلغانو، خطبا او د جوماتونو امامانو د قرآن پوهنې دوره*د قرآن علمی معجزی* چې د قاهره عباسیه سیمی النور جومات کښې پیل شو ګډون وکړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) المغرب الیوم اطلاع رسوونکې نه په نقل، دا د قرآن پوهنې دوره به د نړی اسلامی ټولنه سره مربوط  د قرآن علمی معجزه نړیواله ټولنه او د مصر د اوقاف وزارت له اړخه پیل کېږې او ګډون لرونکې به د قرآن د علمی معجزه سره مربوط علم به تر لاسه کوی.

عبدالله بن عبدالعزیز المصلح، د قرآن علمی معجزه نړیواله ټولنه سر منشی د دې دوره په غونډه کښې څرګنده کړه: د علمی معجزه پوهنو یو ښکاره او معلوم هدف خلکو ته په الله باندې ایمان لرلو حقایق او د نبی کریم صلی الله علیه وآله وسلم د رسالت حقایق او دلیل وړاندی کول دی،

هغه زیاته کړه: هر کال علم مونږ ته د دی چې هم الله تعالی د دې کائناتو خالق دی  او د الله تعالی د قدرت نوې شواهد را څرګنده کوی، او دا یو حقیقت دی، هغه غربی عالمان چې د قرآن او سنتو په دلیلونو باندې یی اسلام راوړی په دی یقین لری.

المصلح د مبلغانو، خطبا او د جوماتونو امامانو لپاره د دا څې دورو پیل کولو اهمیت ته اشاره سره ټینګار وکړو: په تبلیغ کښې د فعالو کسانو تقویه کول د قرآن علمی معجزه نړیواله ټولنه ړومبنی سیاست او ستراتیژی ده.

http://www.iqna.ir/fa/News/1452775

captcha