IQNA

مالیزیا کښې د قرآن کریم چاپ کولو لوی مرکز جوړېږې

5:10 - October 14, 2014
د خبر لمبر: 1459792
نړیواله ډله: د مالیزیا حکومت دا نیت لری چې مالیزیا کوالالمپور جنوب پوتراجایا ښار کښې د قرآن کریم چاپ کولو لوی مرکز جوړ کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، «The Rakyat Post» خبری ویب پاڼه نه په نقل، د مالزی ړومبنۍ وزیر نجیب رزاق د کال ۲۰۱۵ بودجه وړاندې کولو په وخت ۳۰ ملیون رینګیت(تقریباْ ۲۷۰ ملیارډ ایرانی ریال ) د قرآنی چاپ مرکز جوړولو لپاره ورکولو اعلان وکړو.

دا مرکز چې یو کال کښې به یو ملیون قرآن کریم نسخه په ټولې نړۍ کښې خپرولو لپاره چاپ کوی، د عربستان نه پس د اسلامی نړۍ د قرآن چاپ کولو له ټولو لوی مرکز وی.

د مالیزیا د کلانتان ایالت مفتی محمد شکری محمد په دې اړه ؤ ویل: دا مرکز به د مالیزیا د نورو اسلامی هیوادونو سره اړیکې لرلو لپاره نوی لاری کولو کړی او مالیزیا به د قرآن چاپ کولو یو مرجع وګرځې.

د مالیزیا د پراک ایالت مفتی هاروسانی زکریا هم ؤ ویل: مالیزیا کښې د قرآن چاپ کولو مرکز جوړولو سره هیواد به د عربستان نه په دې لاره بې اړتیا وګرځه وی.

د مالیزیا د عالمانو اتحادیه مشر شیخ عبدالحلیم عبدالقادر هم څرګنده کړه چې حکومت دا رنګ د قرآنی فعالیت کولو سره سره په ولسو کښې د قرآن پوهنې عام کولو لپاره هم لټون وکړی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1458823

captcha