IQNA

د ایپل او سامسونګ شرکت له اړخه تحریف شوی قرآنی سافټ ویر خپور شوی

9:02 - October 30, 2014
د خبر لمبر: 1465600
نړیواله ډله: ایپل او سامسونګ دواړو شرکت د خپلو موبایلونو پروګرامونو په لست کښې یو تحریف شوی قرآنی سافټ ویر خپور کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی مذهبونو نیږدېښت ټولنه ویب پاڼه نه په نقل، دا نوې قرآنی سافټ ویر چې د ایپل او سامسونګ موبایلی شرکت له اړخه وړاندی شوی، د قرآن آیات یی په کې تحریف کړی یا یی قرآنی آیتونه ډېرو غلطیانو سره په کښې خپور کړی.

دا پروګرام چې د «The Holy Quran» په نوم د ایپل او سامسونګ بازار کې موجود موبایلونو کښې شتون لری د دېرو مسلمانانو اعتراضاتو سره مخامخ شوی، تر دی چې د دغه پروګرام کښې موجود د آیاتونو غلطیانو عکسونه یی هم په ټولنوال شبکه کې خپور کړی، او نور مسلمانان یی له دی پروګرام سخه ګټه اوچتولو له خطر نه خبر کړی.

http://iqna.ir/fa/News/1464509

captcha