IQNA

د اسرائیل خاخام اعظم:

هغه یهودیان چې مسجدالاقصی ته نقصان رسوی هغه ګناهکاران دی

23:30 - November 14, 2014
د خبر لمبر: 1473042
نړیواله ډله: د اسرائیلو خاخام اعظم اسحاق یوسف، د نتانیاهو په سیاست او د صهیونیست چې په مسجد الاقصی باندې برید کوی باندې د انتقاد په ضمن کښې ؤ ویل: هغه یهودیان چې د دې جومات سپکاوی کوی لوی ګناه کوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، Islametinfo اطلاع ورکوونکې ویب پاڼه نه په نقل، د صهیونیستو خاخام اعظم اسحاق یوسف د یهودیانو او د بنیامین نتانیاهو سیاست باندې انتقاد کړی.

د یهودیانو خاخام اعظم، د افراطی یهودیانو په خلاف خپلو سختو خبرو کښې چې د تېری هفته را سی یی په الاقصی جومات بریدونه شروع کړی ؤ ویل: دا اسرائیلی چې د افراطی سیاستدانانو ګوډاګی  دی او څلورم نمبر یهودی ملایان چې په ځمکه درېیم اسلامی مقدس ځې (مسجد الاقصی) سپکاوی کوی.

د اسحاق یوسف په وینا: هغه کسان چې په دی کار لاس پوری کوی، لویه ګناه کوی او الله به هغې له سخته سزا ورکوی.

هغه ؤ ویل: یهودی افراطیان، د اعرابو کرکه او توند اقدامات پاره وې، د قدس پاکې ځمکه باندې د جګړې او د ونی بهېدو سبب جوړېږی  او د دې لپاره لار هواره وی.

د اردن(پترا) رسمی خبر ورکوونکو راپور له مخې، د اسرائیلو رسنۍ څرګنده کړی، همدارنګه خاخامان چې یهودیانو له دا اجازت ورکوی چې مسجد الاقصی کښې وارد شی په هغې هم سخت انتقاد وکړو.

http://www.iqna.ir/fa/News/1472566

captcha