قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Salaam Centre» خبرونو ویب پاڼه نه په نقل، د بنګلور سلام مرکز د غیر مسلمانانو تشویقولو لپاره د قرآن سره اشنای په هدف دا پوسټر لګولی.
په دغه پوسټر باندې د ټولو قرآن سره اشنای غوښتونکو نه دعوت شوی چې د مرکز اسلامی سره یوې اړیکې باندې د کانارا، تامیل او د انګلیسی ژباړه شوی قرآنونه تر لاسه کولی شی.
بنګلور ښار کښې سلام مرکز په غیر مسلمانانو کښې قرآن خپرول پیل کوی چې خلک د قرآن او حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم وینا سره آشنا کړی.
د اسلام په اړه د غلط سوچ او تعصب تر منځه ولړل او د نورو خلکو تر منځه د ورور ولی اړیکې زیاتول د سلام مرکز له اهداف نه دی.
قرآن د ټولو لپاره طرحه کښې تراوسه قرآن د هند ډاکټرانو، پولیس چارواکو، ښوونکو، وکیلانو، قاضیانو، د پوهنتون استادانو، متخصصینو او محصلانو ته رسولو کښې بریالیتوب ترلاسه کړی.