د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره، سيد ابو فاضل رضوی اردكانی چې په كويت كښې د ايران كلتورې استازې دی په يوه مقاله كښې چې د دې عنوان لاندې ليكې شوې وه «عاقبت قاتلان امام حسين (ع)» دې ايت «فَانتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَیْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ» ته په پام سره ليكی: چې په قران كښې داسې ډېر ايتونه شته چې مشركان او ظالمان به خپل انجام ته رسی او پخوانی او اوسنی امتونو كې دې كار ته الهی سنت نوم وركړې شوې دی. له ايتونو او روايتونو داسې څرګندیږی چې ظالمان د پيغمبرانو له راتلو او حجت تماميدو وروسته د حق دعوت قبول نه كړ او د خدای د نښانو انكار یې وكړ او د حق مخې ته ودريدل او پيغمبران یې ووژل. نو خدای هغوی ته په دنيا او اخرت كښې سزا وركړه.
دې ايت ته په پام «وَمَا كَانَ اللّهُ لِیُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ یَسْتَغْفِرُونَ» هغه تاكيد كړی دی چې كه څه هم د پيغمبر(ص) امت داسې امت دی چې خدای ورباندې رحم كړی دی خو په شرط «انت فيهم» چې تر څو پورې پيغمبر(ص) د هغوی تر مينځ وی او يا دا چې استغفار كوونكی وی. خو د دې مطلب دا نه دی چې د اهلبيتو عليهم السلام مقابلې ته دې ودریږی او كفر اختيار كړی. كه داسې وكړی نو په دنيا او اخرت كښې به ورته عذاب وركړی شی.
هغه وړاندې دا ويلی دی چې يزيديانو په كربلا كې كوم ظلم وكړ خدای پاك به ضرور هغو ته د دې ظلم سزا وركوی.
لكه څنګه چې خدای فرعون او د هغه لارويانو ته بدل وركړ
364589