د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په يو ګزارش كې چې له خبری اژانس (اصوات العراق) څخه یې نقلوی داسې وايی: برنارد كوشنر چې د فرانس د بهرنيو چارو وزير په بيان كې داسې اعلام وكړ چې مونږ په عراق كې د امام حسين عليه السلام د زوارانو قتل عام يو غير انسانی اقدام بلو هغه وويل چې هغه ټولی چې داسې اقدامات په مظلومو زوارانو چې هغوی د امام حسين د څلویښتم لمانځلو لپاره سپیڅلې ښار كربلا ته روان وو په ډير سختۍ سره محكوم كوو
په دې بيان كې داسې هم راغلی دی چې: فرانس د عراق حكومت هغو ټولو كارونو كې چې هغه په عراق كې د صلحې، يووالی او د ټولنيز امنيت لپاره كوی، حمايت كوی او چې د هغوی د لاسه څه مرسته كيدای شی له هغې په لاس نه اخلی.
څو شيعه زواران د جمعې په ورځ د نمريز كال په يولسمه مياشت په 25 نیټه د امام حسين عليه السلام د څلویښتم د لمانځلو په مناسبت پياده له بغداد جنوب څخه د كربلا او د امام حسين زيارت اړخ ته روان وو چې د يو ځان مرګی حمله كې تقريبا 40 تنه شهيدان او 80 تنه ژوبل شو
364470