IQNA

په ټیکساس ایالت کې د جوماتونو د «پرانیستو دروازو» ورځ

15:54 - July 23, 2026
د خبر لمبر: 3493069
د جوماتونو پرانیستي دروازې
ایکنا- د امریکا د ټیکساس ایالت په شمالي سیمو کې بېلابېلو جوماتونو د اسلام  د  دین له ښوونو سره د خلکو د لا زیاتې بلدتیا په موخې سره  خپلې دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانیستي دي.

 ایکنا قرآنی خبري اژانس د مسلم نېټورک له قوله راپور  راکړی چې د امریکا د  شمالي ټیکساس جوماتونو په دې هیله دغه پروګرام ترسره کړی، چې مخامخ لیدنه به د هر ډول سیاسي بحث په پرتله د اسلام په اړه ناسمې انګېرنې ډېرې کمې کړي.

د شمالي ټیکساس اسلامي ټولنې په ریچارډسن ښار کې هغو کورنیو، ګاونډیانو او مېلمنو ته هرکلی ووایه چې د لومړي ځل لپاره جومات ته ورغلي وو.

رضاکارو د اسلامي دودونو په اړه لیدونکو ته معلومات ورکړل، د هغوی د دیني او کلتوري پوښتنو ځوابونه ئې وویل او د قرآن کریم او د مسلمانانو د ژوند د طریقې په اړه ئې معلوماتي بروشرونه ووېشل.

په دې پروګرام کې د جومات لیدنه، د پوښتنو او ځوابونو ناسته، د لمانځه د نندارې فرصت او د دودیزو خوړو مېلمستیا هم شامله وه.

د GainPeace (د سولې ترلاسه کولو)  تنظیم  استازي سبیل احمد د اصلي ویناوال په توګه وویل، دا ډول پروګرامونه د مسلمانانو ضد چلندونو د زیاتېدو او په ځانګړې توګه په ټیکساس کې د شریعت په اړه د ناسمو معلوماتو د خپرېدو پر وړاندې یو مناسب ځواب دی.

هغه څرګنده کړه چې شریعت د زور له لارې تپل کېدونکی حقوقي نظام نه دی، بلکې یو اخلاقي او معنوي چوکاټ دی چې پر  شخصي مسؤلیت، مهربانۍ، د ټولنې خدمت او عدالت ټینګار کوي.

هغه د بېلګې په توګه د ګاونډیانو پالنه، د چاپېریال ساتنه، د زیانمنو کسانو ملاتړ او د توکمپالنې پر ضد د مبارزې یادونه وکړه او وې ویل چې د تاؤتریخوالو په ځاي مستقیمه اړیکه  رښتینې پېژندنه رامنځته کوي.

کالین فلچر چې د لومړي ځل لپاره جومات ته تللی و، وویل چې دې لیدنې ورسره مرسته وکړه څو اسلامي عقاید ښه درک کړي او دا ئې وهڅاوه چې د نورو دینونو له پیروانو سره لا زیاتې اړیکې جوړې کړي.

د شمالي ټیکساس د اسلامي ټولنې استازي محمد الیتي هم وویل:جومات یوازې د مسلمانانو د خدمت لپاره نه، بلکې د ټولې ټولنې د خدمت لپاره جوړ شوی دی، او هیله لرو چې لیدونکي جومات داسې ځای وګڼي چې هر اړمن انسان ته مرسته رسوي.»

په ورته یوه پروګرام کې چې د کالین ولسوالۍ اسلامي ټولنې په پلینو ښار کې جوړ شوی و، ګډونوالو د اسلامي مشرتابه، د مسلمانانو د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د توپیرونو او د ښځو د رول په اړه پوښتنې مطرح کړې. د سیمه‌ییزو کلیساوو غړو هم د خپلو مسلمانو ګاونډیانو د لا ښه پېژندلو لپاره په دې غونډه کې ګډون کړی و.

دغه پروګرامونه په داسې حال کې ترسره شول چې په ټیکساس کې د اسلام په اړه ګڼ سیاسي بحثونه روان دي، او تنظیموونکي وائي همدا وضعیت د دې لامل شوی چې د خلکو لپاره د مستقیمې او بې‌واسطې پېژندنې فرصتونه برابرول لا ډېر مهم او ضروري شي.

https://iqna.ir/fa/news/4365558

captcha