IQNA

انګريزانو اسلامی بيمې ته هركلی وويل

12:10 - February 18, 2009
د خبر لمبر: 1745507
نړيواله ډله: د «سلام حلال» په نوم د اسلامی بيمې شركت ته په برطانيه كښې مسلمانانو او غير مسلمانانو هر كلی وويل.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د «Islam Online» اطلاع سوونكی مركز یې نقلوی، دا شركت په اسلامی اصولو عمل كوی، د لومړنۍ اسلامی بيمې شركت په توګه یې خپل كار د دې كال د مرداد له مياشتې شورو كړ او په دې لږ وخت د ټولو شركتونو په مقابله كښې وړاندې شو.
له اسلامی بيمو پرته چې د شريعت مطابق عمل كوی، اسلامی بانكداری هم په دې اخری كلونو كښې په برطانيه كښې ډېر مينه وال پيدا كړی دی په دې هيواد كښې یې د اسلامی بانكدارۍ يو مركز جوړ كړی دی، داسې چې اوس 4 كاملا اسلامی بانكونه په دې هيواد كښې كار كوی او نور 21 بانكونه داسې دی چې د نورو خدمتونو سره سره اسلامی خدمتونه هم خلكو ته وړاندې كوی.
365172
captcha