IQNA

په اسلامی نړۍ كې، خپلې څيرې بدلولو لپاره د امريكې هڅه

20:00 - February 21, 2009
د خبر لمبر: 1745942
نړيواله ډله: د امريكې د بهرنيو چارو وزير پرون د بهمن د مياشتې په 29 نیټه، د اوباما حكومت په اسلامې نړۍ كې د خپل مخ بدلون او اسلامی هيوادونو سره د افراطيانو سره د مقابلی لپاره كوښښ كې د مرسته كولو، خبر وركړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې له «Washingtonpost» ورځپاڼې یې نقل كړې دی: «هيلاری كلينتون» د ټوكيو په پوهنتون كې وويل: چې مسلمانانو سره نږدې كيدل د نوی حكومت يو ډير مهم هدف دی. چې په دا ډول د امريكې او اسلامی نړۍ تر مينځه ټولې ستونزې او بدګمانيانې، خبرو اترو سره ختمې شی
هغوې وويل: چې د دين منونكو كارونه نبايد د دين په ائين كې وګاڼو زه يوه عيسایڼه يم او په تاريخ كې ډير خلك شته چې د عيساييت په نوم یې ډير وحشتناك كارونه كړی دی او د دې دين مخ یې خراب كړې دی. خو د دې مطلب هیڅكله هم دا نه دی چې دا ظلمونه په عيسايت كې روا دی.
كلينتون هم په دې هكله نن 30 بهمن د مسلمانانو له ټولو زيات وګړی هيواد انډونيشيا ته ځی او د اولس مشر او نورو سترو شخصيتونو سره كتنه كوی.
365864
captcha