په قران پاك او د اهل بيت عليهم السلام په روايتونو كې داسې ايت يا روايت نشته چې دا موضوع پكې بيان شوې وی ځكه چې قران پاك قوانين په كلی توګه بيان كړی دی. او د بدن د عضو ډالی كول يوه نوی مسله ده.
له هم دې امله په روايتونو كې هم نه دی بيان شوی.
لكه څنګه چې فقيه د هرې مسلې ځواب وركوونكې دی او په يوې مسلې كې هم اودریږيدونكې نه دی په دې مسلې كې هم بې ځوابه نه دې پاتی ځكه چې د فقې سرچينې او د احكامو استنباط، يوازې قران پاك او روايتونو پورې محدود نه دی بلكه عقل هم د احكامو سرچينې څخه دی
په اسلام كې د خلكو د ځان حفاظت ته بيا په خصوصی توګه د هر مسلمان د ځان حفاظت ته ډير اهميت وركړی شوې دی. په همدې وجه ځينې فقيهان وايی كه چرې د يو مسلمان كس ژوند، د يو مړی په غړی غوڅولو سره تړلې وی نو د مړی بدن څخه دغه غړی غوڅول او ژوندې كس ته یې لګول روا دی. هم دا شان كه د يو مسلمان د يو عضو سلامتيا هم د مړی د عضو غوڅولو پورې موقوفه وې او هغه مړی خپل ژوندون كې د دې كار اجازه وركړی وی. دا كار هم روا دی.
په قران پاك كې د انسان ژوند حفظ كولو په هكله د قران دې ايت كې اشاره موجوده ده «و من أحيها فكانّما أحيا الناس جميعاً؛ (مائده، 32) چا چې يو انسان له مرګه بچ كړ داسې ده لكه چې ټول انسانيت ته یې ژوند وركړی وی پس د دې ايت په رڼا كې د مړې د بدن عضو ډالۍ كول يا خرڅول د بل انسان د ژوندی پاتې كيدو لپاره جايزه ده.
366571