د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې له اطلاع رسوونكی مركز «محيط» یې نقلوی، د الأزهر شيخ «محمد سيد طنطاوی» دا اعلان د سوډان په غوښتې وكړ او ویې ويل: په دې غوښتې باندې د عمل كولو لپاره څه خنډ نشته او د مصر او سوډان ښو اړيكو ته په پام په دارفور كښې د الأزهر نوې څانګه جوړول ممكن دی.
د سوډان د اولس مشر له مشاورانو «منی اركو مناوی» چې د دې څانګې د خلاصولو لپاره یې له سوډانه غوښته كړې وه په دې هلكه وويل: دا څانګه په سوډان كښې د دينی علمونو د پراختيا په سبب جوړیږی.
367157