د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې د مراكش د ورځپاڼې «العلم» یې نقلوی، د سپين د حكومت مخالفې ډلې وويل: د سپين د ښوونې او روزنې وزات دا فيصله چې د «مليله» او «سبته» په ښوونځيو كښې دې اسلامی روزنه وښودل شی د دې ښوونه كوی چې هغوی له اسلامی تنظيمونو او ټوليو په وړاندې تسليم شوی دی.
په تيره اونۍ كښې د سپين د ښوونې او روزنې وزات په «مليله» او «سبته» ښارونو كښې د اسلامی روزنې حكم وكړ او د سپين رسندويو ټولنو هغه په پراخه توګه خپور كړ.
د سپين د ښوونې او روزنې وزارت مشرانو هم دا اعلان وكړ: د استاذانو يوه ډله چې د سپينی ژبه ورځی د اسلامی روزنې لپاره د دې هيواد په ښوونځيو او مركزونو كښې ټاكلی شوی دی.
367262