د ايران د افتخاری خبريالو قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره، د لبنان د حزب الله د رهبری د شورا يو غړی شيخ محمد يزبك د يوې ډلې په مشرۍ كښې ايت الله زنجانی سره ليدل وكړل.
هغه له دې سره سره چې ویې ويل: كوم بركتونه چې په لبنان كښې دی هغه د امام خمينی(ره) د ولايت نتيجه ده، دا هم زياته كړه چې د ايران اسلامی حكومت د خدای له هغه نعمتونو څخه دی چې شكر وباسل یې په انسان واجب دی.
شيخ يزبك وويل: له اسلامی انقلابه وړاندې چې په لبنان كښې څومره شيعه وو هغوی ډېر سخت وخت تيراوه خو د اسلامی انقلاب او د امام خمينی(ره) د رهبرۍ په سبب نن په لبنان كښې شيعه ډېروځليدل.
ايت الله زنجانی چې د امام خمينی(ره) له شاګردانو و د دې ټينګار سره سره چې د امام خمينی(ره) لاره په ټولې دنيا كښې يوه زړه پورې لاره ده او د خلكو خوښه ده، وويل: بايد مونږ د دې انقلاب قدر وكړو او په سر سترګو د دې ساتنه وكړو.
په دې كتنه كښې، د خراسان رضوی د اوقافو او ښیګړو چارو مشر حجتالاسلام والمسلمين «گنابادینژاد» هم شيخ يزبك سره په دې كتنه كښې موجود و.
367568