IQNA

د «‌اسلامی عمل» ګوند د اسرائيل ټيلی ويژن د عيسايانو د مقدساتو په توهين، محكوم كړ

10:42 - February 23, 2009
د خبر لمبر: 1747685
سياسی او ټوليزه ډله: په لبنان كې د «‌اسلامی عمل» ګوند مشر خپلې بيانيی كې د اسرائيلی رژيم د ټيلی ويژن لسم چينل د حضرت عيسی عليه السلام او د هغه ګرانی مور بی بی مريم (ع) توهين محكوم كړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان شعبې ګزارش پر اساس، په دې بيانیې كې «فتحی يكن» په لبنان كې د «اسلامی ‌عمل» ګوند مشر، له ګوند مشرې شورا چې مركز يی په طرابلس كې دی غوښتنه وكړه چې يو اجلاس دې وبلل شی چې پكې د لبنان د مختلفو سيموغړی ګډون وكړی او د اسمانی دينونو او د الله تعالی د انبياءو بې احترامی دې پكې محكومه كړې شی.
هغه زياته كړه چې: كه څه هم دغه بې حرمتی او توهين زمونږه عقيدې نشی خرابولې خو بيا هم دې كارونو سره زمونږ زړونو ته درد او غم ورسيدل.
هغه وويل: زمونږ اصلی جنګ هغو يهودی صهيونسټانو سره دی چې هغوی د فلسطين، لبنان، عراق او په افغانستان كې د مسلمانانو وينه تويول غواړی.
367753
captcha