IQNA

په روس كې د پيغمبر اكرم (ص) د رحلت مراسم

10:39 - February 25, 2009
د خبر لمبر: 1748444
سياسی او ټولنيزه ډله: په روس كې د پيغمبر اكرم (ص) د رحلت او د امام حسن مجتبی (ع) د شهادت د عزاداری مراسم پرون د شپې په ماسكو ښار كښې د خاتم الانبياء جومات كې تر سره شول.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په يو راپور اساس چې په ماسكو د ايران د كلتوری مركز یې نقلوی، دا مراسم چې د ماښام او ماسخوتن نمونځ نه پس شورو شول او په روس كې اوسيدونكيو شيعه او نورو مسلمانانو هم په دې مراسمو كې ګډون وكړ. د روس د اسلامی مطالعاتو بنياد مشر ښاغلی «حميد هادوی» په خپلې وينا كې د پيغمبر اكرم (ص) ځينې حديثونه نقل كړ چې د هغو حديثونو په رڼا كې یې د پيغمبر له ټولو لويه ځانګرتيا د هغه نيك اخلاق وګاڼه.
هغه زياته كړه چې له هرې زمانې زياته، نن مسلمانان د پيغمبر اكرم (ص) د اخلاقو او سيرت پيروی ته اړتيا لری.
په دې مراسمو كې عزاداری او نوحه خوانی هم وشو.
368944
captcha