د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د اصفهان برخې په ګزارش، د امام خمينی نومې ښاریې د اوقافو اوښیګړو ادارې مشر حجتالاسلام و المسلمين سيد «علی امامی» وويل: وقف يو داسې ښه سنت دی چې په دې طريقه خلكو او مسلمانانو ډېر خدمتونه كيدی شی.
هغه زياته كړه: د وقف مقصدونه دا دی چې دې سره ټونيز، مذهبی، بهداشتی، په بيله توګه د قران او نورو كتابونو چاپولو كارونه وشی.
هغه همدارنګ د ماشومانو سره مرسته كول، د روغتون لپاره ځايونه وركول، مذهبی ځايونه ابادول، جماتونه جوړول او نور داسې د خير كارونه كول د وقف له مقصدونو وګڼل.
هغه د دې ښار د موقوفاتو په هكله په تفصيل سره خبرې وكړې او د موقوفاتو ګڼه یې وښودله.
هغه په اخر كښې له خلكو وغوښتل چې كوم ځايونه د وقف دی او رسمی كاغذونه نه لری د هغې لپاره دې دا كاغذونه تيار كړی او مونږ سره دې په دې لار كښې مرسته وكړی.
369422