د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د شام شعبې د يو راپور پر اساس چې له دې هيواد د خبری اژانس (سانا) یې نقلوی، چې د حلب د پوهنتون مشر د تركی د «غازی عنتپه» پوهنتون مشر ښاغلی «ياووز شقون» سره په يوې كتنې كې د دې ډګرۍ اردوغان ته د وركولوهدف د هغه د اسلام او عربی مسايلو د دفاع څخه درنښت وبلل.
د حلب پوهنتون مشر وويل چې اردوغان د فلسطين په هكله د خپلو اصولی او انسانی خبرو په وجې د داسې سند حقدار دی.
يادونه كوو چې اردوغان په تيره ماشت په لسمې نیټې د سويزرلينډ په داووس ښار كې په يو اقتصادی غونډې كې چې پكښې د اسرائيل اولس مشر هم موجود و، د صهيونسټانو د لاسه د غزې د بې ګناه خلكو د قتل عام او د شيمون پُرز د خبرو په اعتراض كې دا غونډه پریښوده او بهر ووت، د اردوغان دا اقدام په نړۍ كې ډير پراخ شو او ډيرو خلكو د اردوغان دې كار حمايت وكړ.
369458