د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د «Maldive News» ورځ پاڼې یې نقلوی د دې پوهنځی په لومړنی مراسمو كې د مالديپ اولس مشر په خپلې وينا كې د اسلامی كلتور په دې هيواد تاريخ او كلتور د اثر په هكله وويل : چې د اسلامی پوهنځې پرانستل په دې هيواد كې يو ډير اهم ضرورت و او زه د دې كار ډير درنوی كوم.
هغه زياته كړه: په مالديپ كې د اسلامی تعليماتو زده كول، ښه مخينه لری خو د فقې د پوهنځې د جوړولو وروسته به دا كار نور هم پراخ شی.
د مالديپ د حكومت او مذهبی ځينې سترو شخصيتونو هم په دې مراسمو كې ګډون وكړ.
مالديپ د هند اقيانوس (درياب) په مينځ كې يوه جزيره ده او د دنيا له ټولو وركوټې اسلامی هيواد دی. اسلام په دولسمې پیړۍ كې دې جزيرې ته داخل شو او په روان وخت كې د دې هيواد ټول خلك مسلمانان دی.
369857