IQNA

په قران مجيد كښې د كړكیڅ مديريت څیړل كیږی

10:22 - March 06, 2009
د خبر لمبر: 1752184
اجتماعی ډله: په قران مجيد كښې د كړكيچ او بحران مديريت د «د كړكيچ د مديريت په تنظيمولو كښې د ښځو رول » تر عنوان لاندې سمينار كښې د طرح شويو موضوعاتو څخه يوه موضوع ده چې دغه سمينار به په تهران كښې د ١٣٨٨ كال د جوزې په مياشت كښې جوړیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د رپوټ له مخې په قران مجيد كښې د كړكيچ او بحران مديريت د « د كړكيچ د مديريت په تنظيمولو كښې د ښځو رول » تر عنوان لاندې سمينار كښې د طرح شويو موضوعاتو څخه يوه موضوع ده چې دغه سمينار به په تهران كښې د ١٣٨٨ كال د جوزې په مياشت كښې جوړیږی.
د دې سمينار بلنې به د روانې كب د مياشتې له نيمائۍ څخه د ټول هيواد په علميه حوزو او پوهنتونونو كښې اعلان شی چې په اسلام كښې د كړكيچ مديريت، په قران كښې د كړكيچ مديريت، په حديثونو او روايتونو كښې د كړكيچ مديريت، د زردشت ، مسيحيت او يهوديت د دينونو له نظره د كړكيچ مديريت، او د معصومينو په سيرت كښې د كړكيچ مديريت په شان موضوعاتو په باره كښې د حوزه والو او پوهنتونوالو نظريات راغونډ كړې شی.
په دې سمينار كښې د ګډون مينه وال د ٨٨ كال د غوئی د مياشتې تر نيمائۍ پورې خپل تحقيقاتی آثار په تهران خيابان وحدت اسلامی، كوچه خندان، جنب مسجد علی بن ابيطالب په پته د دغه سيمنار د رابطې دفتر ته رالېږلې شی.
372978
captcha