د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د رپوټ له مخې د سحر نړيوال چينل مدير په دغه چينل كښې د يو نوی انيميشن له جوړولو څخه خبر وركړاو وې ويل : د غزې د ٢٢ ورځنی جنګ په باره كښې يو نوی انيميشن د (( د ماشوم او نيواكګر )) په فورمیټ سره جوړولې شی چې د يو سنيمائی فيلم په قالب كښې دی او له خپل وطن څخه دغزې د ماشومانو د دفاع په باره كښې نندارې ته ایږدی او له اسرائيلو عسكرو سره د هغوی د مقابلې په باره كښې دی.
هغۀ زياته كړه په اوس حال كښې د كوروش برزګر لخوا د هغۀ د فيلم نامې ليكلنه د ترسره كيدو په حال كښې ده چې د راروان هجری شمسی كال د غبرګولی په مياشت كښې به پاې ته ورسیږی. همدا رنګ دا امكان وجود لری چې دغه انيميشن د راتلونكی كال د فجر فيلم په نړيواله جشنواره كښې شتون ولری.
375138