د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د نړيوالې برخې په ګزارش د دوه ويشتم نړيوال اسلامی وحدت كانفرنس له ځايه یې نقلوی، په ايران كښې د فلسطين سفر «صلاح الزواوی» د دې سمينار په اخر كښې په خپلې وينا كښې د پيغمبر(ص) د زوكړی په مناسبت مباركۍ سره سره وويل: زمونږ د مسلمانان غرض يو دی او ټول غواړو چې د پيغمبر(ص) په لار روان و.
هغه اسرائيل د مسلمانانو ګډ دښمن وباله او ویې ويل: دا غاصب رژيم غواړی چې د لويدیځو هيوادونو په حمايت سره په فلسطين باندې قبضه وكړی خو مونږ فلسطين د خپلې ځمكې اصلی حقدار يو.
د فلسطين سفير د امام علی(ع) دې حديث ته په پام: يو امت باندې هم په خپله ځمكه كښې په جنګ نه راځی خو هله چې ذليل شی، وويل: بايد د اخرنۍ كاميابۍ پورې وجنګیږو.
378467