IQNA

د بحرین ځوانانو د ایران د شهید رهبر په ویر کې د ماتم مراسم ترسره کړل(فیلم)

15:11 - July 13, 2026
د خبر لمبر: 3493020
بحرین او شهید رهبر
ایکنا- د بحرین ځوانانو د دغه هېواد په سړکونو کې د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي په یاد او غم کې د عزادارۍ او ماتم مراسم ترسره کړل.

د ایکنا د راپور له مخې، په ټولنیزو چینلونو کې خپاره شوي انځورونه ښئي چې بحریني ځوانانو، سره له دې چې په دغه هېواد کې د شیعیانو پر ضد سخت محدودیتونه لګول شوي، د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي  په په یاد کې د ویر او ماتم مراسم جوړ کړل او په سړکونو کې ئې سینې ووهلې .

دوی همدارنګه د ایران له نوي رهبر سره د بیعت اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د بحرین واکمن رژیم، د یو شمېر مخکښو شیعه عالمانو د دوسیو له سترې جزایي محکمې ته تر لېږلو وروسته، د هغوی د محاکمې بهیر پیل کړی دی.

ایکنانیوز د بحرین د غیرتي ځوانانو د ویر او ماتم د دستورو یو آنځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4363462

captcha