IQNA

د نيپال حكومت د مسلمانانو حقونو ته رسميت وركړ

8:08 - March 18, 2009
د خبر لمبر: 1757258
نړيواله ډله: د نيپال حكومت او د دې هيواد «د مسلمانانو ملی كمیټۍ» د سه شنبې په ورځ د كب د مياشتې په 27 نیټه په يو قرارداد باندې چې شپږ مادې یې لرې لاسليكونه وكړل او د مسلمانانو حقونو ته یې رسميت وركړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د «Himalayan Times» ورځپاڼې یې نقلوی، په دې قرارداد كښې د نيپال حكومت دا وعده وكړه چې په خپل قانون كښې هغه ماده صحيح كړی چې پكښې د مسلمان په رسميت نه پيژندل ليكلی دی او د مسلمانانو د كلتوری، سياسی، ټولنيز او ښوونې حقونو لپاره ګام پورته كړی.
همدارنك د مسلمانانو د ټولنې د حالت د ښه كولو كمیټی او د حج كیټی او اسلامی مدرسو لپاره كار وكړی.
نيپال په ايشيا كښې يو وړوكې هيواد دی چې د چين او هندوستان په مينځ كښې راغلی دی په دې هيواد كښې 23 ملينه كسان اوسیږی چې اكثر پكښې بودايی او هندو مذهبه دی او په سلو كښې څلورمه برخه مسلمانان دی.
379070
captcha