د ایکنا د خبر له مخې، چې د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د جدې په تاریخي سیمې کې د سره سمندر میوزیم له شلو څخه زیات تاریخي سمندري وسایل، لکه قبلهنما، قطبنما او لمرساعتونه، نندارې ته وړاندې کړي چې د اسلامي نړۍ د سمندري میراث یوه برخه انځوروي.
د دغو اثارو ځینې نسخې له ۴۰۰ کلونو څخه زیات عمر لري او د قرآن کریم په آیتونو، ذکرونو او اسلامي نقشونو ښکلي شوي دي.
د میوزیم په نندارتون کې د اولسمې تر شلمې میلادي پېړۍ پورې اړوند وسایل، چې له مسو، سپینو زرو، لرګي، عاج او ښیښې څخه جوړ شوي، نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه آثار د سمندري علومو، نجوم، د شرعي وختونو د ټاکلو او د قبلې د سمت د معلومولو په برخو کې د مسلمانانو علمي پرمختګونه څرګندوي.
دغه میوزیم د دې ارزښتمن میراث په ساتنې او معرفي کولو سره د سوداګرۍ او حج په تاریخي لارو کې د سره سمندر مهم رول څرګندوي او د تاریخي جدې د بیا ژوندي کولو او د سعودي د ۲۰۳۰ لیدلوري د موخو په چوکاټ کې د لیدونکو فرهنګي تجروبه لا بډایه کوي.




انتهای پیام
https://iqna.ir/fa/news/4360566