IQNA

د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو پیل؛

 «له قرآن سره د جنت پر لور» په عنوان سره د قرآني غونډې  جوړېدا

12:21 - July 02, 2026
د خبر لمبر: 3492985
محفل انس  له قرآن کریم
ایکنا-  «له قرآن سره د جنت پر لور» په عنوان سره د قرآن کریم د انس غونډه، د شهیدانو د لوړ مقام د درناوي، د قرآن کریم او اهل‌بیتو (ع) د فرهنګ د ودې او د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو د رسمي پیل په موخه، د قرآن کریم د قاریانو، حافظانو، قرآني فعالانو او مینه‌والو په ګډون د حضرت امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شو.

د ایکنا د راپور له مخې، د اسلامي امت د شهید رهبر او د دریمې تحمیلي جنګ د شهیدانو د یاد او خاطرو د درناوي، او همدارنګه د اربعین د قرآني پروګرامونو د پیل په مناسبت،   «له قرآن سره د جنت پر لور» په عنوان سره  د قرآن کریم د انس غونډه د اربعین د فرهنګي کمیشن  د قرآني فعالیتونو د کمېټې په نوښت جوړشو.

دغه غونډه به د هېواد او نړیوالې کچې د یو شمېر نامتو قاریانو، حافظانو او د قرآن کریم د استادانو په ګډون، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ (تیر) د میاشتې په ۱۰مه، د چهارشنبې په ورځ، د مازدیګر له ۵:۰۰ څخه تر ۶:۳۰ بجو پورې، د حضرت امام رضا (ع) د سپېڅلي حرم د امام خمیني (رح) په شبستان کې ترسره شو.

په دې قرآني محفل کې به نړیوال قاري جواد پناهي او د ټول قرآن کریم حافظ رضا ګلشاهي د قرآن کریم مبارک آیتونه تلاوت کړي. همدارنګه، د «نسیم رضوان» د همغږۍ ډلې ګډه تلاوتي او همغږه اجرا به هم د دې غونډې له نورو برخو څخه وي.

د غونډې په بلې برخې کې به حجت‌الاسلام والمسلمین محمود محمدیان، چې د ټول قرآن کریم  حافظ دی، او همدارنګه د هېواد ممتاز قاریان رضا شاه‌میوه او جواد سلیماني د قرآن کریم سپېڅلي آیتونه تلاوت کړی.

د مراسمو د تنظیموونکو د اعلان له مخې، دغه قرآني غونډه به په ژوندۍ بڼه د ایران د قرآن او معارف ټیلوېژني چینل او د قرآن راډیو له لارې هم خپره شي.

آغاز برنامه‌های قرآنی اربعین با برگزاری محفل «با قرآن در مسیر بهشت»

https://iqna.ir/fa/news/4361196

captcha