IQNA

د پاکستان اهل سنت عالم: اسلامي نړۍ د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د سرښیندنو پامته داره ده

14:23 - July 01, 2026
د خبر لمبر: 3492981
د رهبر ځانګړنې او د اهل  تسنن دینی عالم
ایکنا- د پاکستان یو اهل سنت عالم او د جماعتِ اهلِ حرم مشر، د اسلامي امت د قائد حضرت آیت الله شهید سید علي خامنه اي د پاکې جنازې د دستورو ترسره کیدل د نړۍ د مسلمانو او عدالت غواړو ولسونو په وجود کښې د یو نوي روح د پو کیدو په توګه وباله او ټینګار یې وکړ: اسلامي نړۍ خپل عزت او بیداري، د انقلاب د شهید رهبر د مجاهدتونو پامته داره ګڼي.

یکنانیوز د د پارس ټوډیله قوله راپور راکړی، د پاکستان داهل سنت  یو مشهور عالم او د جماعتِ اهلِ حرم غورځنګ مشر، مفتي ګلزار احمد نعیمي وویل: لکه څنګه چې د شهید آیت الله سید علي خامنه اي رهبري، د ایران د خلکو لپاره د خیر او برکت او د اسلامي نړۍ د سرلوړۍ لامل ؤ، د دغه افسانوي رهبر شهادت او د جنازې تاریخي دستورې یې هم، د انسانیت په تاریخ کښې یوه بله زرینه پاڼه ګڼله کیږي.

هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان خلک د لاهم د حضرت آیت‌الله شهید سید علي خامنه‌اي په شهادت غمجن دي او باور لرم چې د دغه عالي رتبه شهید د جنازې مراسم، د مسلمانانو د یووالي او وحدت د ښودلو لپاره یو فرصت دی او د نړۍ د پتمنو ولسونو وجود ته یو تازه روح ورکوي.

ګلزار نعیمي ټینګار وکړ چې د ایران ولس، له حضرت آیت الله سید مجتبی حسیني خامنه اي سره د خپل تاریخي بیعت په تازه کولو سره، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر لارې ته دوام ورکوي او د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر به د شهید امام همهغه مهم ماموریت یعنې د دښمنانو په وړاندې د هیواد دفاع، اسلامي وحدت او د اسلامي ارزښتونو ساتنه، په استقامت او قدرت سره جاري وساتي.

د پاکستان دغه دیني عالم وویل: د امریکې او ناروا صهیوني رژيم په مشرۍ د نړیوال استکبار د جبهې نننۍ رسوایي او ماتې، هغه څه وو چې د انقلاب شهید رهبر یې دوه لسیزې مخکښې وړاندوینه کړې وه او د سیمې ولسونه یې د مقاومت او د تیري ګرو او بدماشونو خلاف نه تسلیمیدو ته رابللي وو.

هغه ټینګار وکړ: ذلت او ماتې د تیري ګرې امریکې او اسرائیلو برخلیک دی، د ایران ولس د شهید امام د لارښوونو او د دوي د سرشیندنو په سیوري کښې، د تل په شان د خپلې خاورې په دفاع کښې سرلوړی شو او استکباري قدرتونه یې د اوربند منلو او د جنګ ختمولو ته مجبور کړل.

د پاکستان د جماعت اهل حرم مشر، د امریکايي صهیونیسټي جبهې په وړاندې چې د اسلام د نابودولو نیت لري، د مقاومت له چورلیزه د اسلامي امت د قائد دفاع، اسلامي نړۍ ته د اسلامي بیدارۍ په دوام کښې د دوي ډیر مهم اقدام او مجاهدت وباله او ویې ویل: نن سبا زمونږ ډله ایز مسئولیت د اسلام دښمنانو ته د ماتې ورکولو لپاره د حضرت آیت الله شهید خامنه اي له تعلیماتو پيروي ده پّ دې وجه د اسرائیلو او د اسلام د نورو دښمنانو د دسیسو د شنډولو لپاره باید یوموټې او متحد شو.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i174726

captcha