IQNA

ٓيت اللہ العظمی مكارم شيرازی

د اسلامی هيوادونو تر مينځ اختلاف اچول د امريكې او اسرائيل دسيسې دی

8:58 - April 18, 2009
د خبر لمبر: 1766020
سياسی او ټولنيزه ډله: آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی د مصر لخوا په حزب الله تپلې توريو ته په اشارې سره وويل: اسلامی هيوادونو تر مينځ اختلاف اچول د امريكې او اسرائيلو دسيسه دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، پرون د دوری د مياشتې په 26 نیټه د قم المقدس په اعظم جومات كې د فقه د خارج درس د شورو كيدو نه مخكښې د شيعه ستر مجتهد ښاغلی آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی وويل: چې اسرائيل او امريكه د مسلمانانو اصلی دښمنان دی. ځكه چې هغوی د مسلمانانو په لومړۍ قبلې نيواكه كړی ده،.
هغه زياته كړه: چې دښمن د پرله پسې دا كوشش دی چې مسلمانانو تر مينځ اختلاف او بګړتيا راولی او دوی كې وحدت رانشی. خو د افسوس خبره ده چې ځينې اسلامی هيوادونو تر مينځ اختلافات رامينځته كیږی او عمدا اختلاف جوړوی
د شيعه ستر مجتهد ښاغلی آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی وويل: اوس داسې وخت دی چې د مسلمان او اسلامی هيوادونو تر مينځ وحدت او يووالی ډير زيات ضروری دی.
هغه وويل: مصر او سعودی عرب ته پكاردی چې په دې وحدت او يووالی ګړ بړ مه اچوی او د مسلمانانو اتحاد دې مه خرابوی. هغه د مصر لخوا په حزب الله تپلې توريو ته په اشارې سره څرګندونه وكړه چې دا كار د دښمنان زړه خوشحالوی او نبايد مونږ د دښمن زړه خوشاله كړو.
د شيعه ستر مجتهد ښاغلی آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی وويل چې دښمنان د اسلامی هيوادونو د اختلافه ناوړه ګټه اخستل غواړی. هغه وويل: چې حزب الله، اسرائيل سره د درې ديرشو ورځو جنګ كې هغو ته ماتې وركړه او د اسلام او شيعه ؤ سر یې اوچت كړ نو بايد د داسې حزب او ډلې حمايت وكړو ځكه چې اسرائيل زمونږ په ګډه دښمن دی.
د شيعه ستر مجتهد ښاغلی آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی وويل چې د مظلومو مسلمانانو مرسته كول د ايران د اسلامی جمهوريت له لومړنۍ سياست څخه دی او په غزې جنګ كې یې خپل دریځ څرګند كړ او د فلسطينيانو له ټولو زيات حمايت ايران وكړ او د خداې په فضل سره نن هم په پاكستان او افغانستان او عراق كې د مظلومو خلقو حمايت كوو.
هغه د سعودی عرب د وهابی ډلې د شيعه ؤ پر ضد د اقداماتو ته په پام سره وويل: چې نن وهابيان د امريكې او اسرائيل ملګرو په شان اقدامات كوی او د دښمن مقصد چې شيعه او سنې تر مينځ اختلاف دی په ګوته كوی او شيعه كافر بولی حال دا چې هم شيعه او هم سنيان مسلمانان دی او دغه وهابيان په خپله كافر دی.
389042
captcha