IQNA

د لبنان مفتې د امريكې لخوا د اسراييلو ملاتړ محكوم كړ

8:55 - April 25, 2009
د خبر لمبر: 1769141
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د جنوب سيمې مفتې ښاغلی شيخ «محمد صلاح دالی بطله» د امريكې لخوا د اسراييلو د بې انصافه اقداماتو د دايمې ملاتړ په سختۍ سره محكوم كړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) لبنان څانګې د يو راپور پر اساس، ښاغلی شيخ «محمد صلاح دالی بطله» د يو انجمن په جشن چې د «تروريسم آمريكايی» كتاب چې «رجب شعلان» ليكلې دی، كې وويل د امريكې كړچاره په عربو نړۍ كې ډيره كركه شتون لری.
په دې مر اسمو كې د لبنان د اسلامی اوقافو ادارو شورا مرستيال «علی الفران» د دالی بطله د دفتر مشر ښاغلی «عماد سعيد» او ځينې نورو كلتوری او تولنيزو شخصيتونو ګډون وكړ.
په دې مراسمو كې د لبنان د ملی شعرونو ترانې او ميلمانو ته د هركلی ويلو شعرونه د دې مراسمو يو مسوول لخوا د دې مراسمو پروګرامونو څخه وو.
393028
captcha