IQNA

فيصل مقداد

توكم پالنه په حقيقت كې له انسانی حقوقو انكار كول دی

8:59 - April 25, 2009
د خبر لمبر: 1769155
سياسی او ټولنيزه ډله: د شام د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ښاغلی " فيصل مقداد" وييلی دی چې توكم پرستې او نسلی توپير په حقيقت كې له انسانی حقوقو منكريدل دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د شام له ورځ پاڼې " تشرين" یې نقلوی،
ښاغلی " فيصل مقداد" وويل چې توكم پرستې، نسلی توپير په حقيقت كې د ناروا واكمنی او له عدالته د انكار درهم نوم دی.
او هم دغه عوامل، ملګرو ملتونو ته راپیښ شوې غټې ستونزې دی او هم دغه عوامل د كورنيو او نړيوالو اختلافاتو او جنګونو سبب دی.
د شام د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ښاغلی " فيصل مقداد" زياته كړه: ممكنه ده چې د توكم پالنې په اړه په كانفرنسونو كې په ګډون كوونكيو كې اختلافات وی خو دا خبره بايد ټولو ته معلومه وی چې د داسې كانفرنسونو د تر سره كولو مقصد، نړۍ له توكم پرستۍ، تعصب او ناروا تسلطه پاكولو كوششونه كيدای شی.
393138
captcha