د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له كويت اخبار" الوطن" یې نقلوی چې دا مقابله د ميلادی كال 2009 د اپريل د مياشتې له 25 نیټه پيل شوې دی او د راتلونكې ميلادی كال د مئی مياشتې تر دوهمه نیټه پورې تر سره كیږی .
په دې مقابلې كې له مختلفو قومونو 30 كلن ځوانان ګډون كولې شی دا مقابله د بلجيئم د اسلامی كلتوری مركز او په بلجيئم كې د كويت د سفارت خانې په ګډه همكارۍ سره تر سره كیږی.
هغوی د دې مقابلې د تر سره كولو مقصد په بلجيئم كې ميشته مسلمانانو كې د قران پاك د تلاوت او تجويد په هكله ګروهنه پيدا كول وباله .
په دې مقابلې كې غوره كسانو ته به د عمرې د ادا كولو خرچه او نور انعامونه ډالۍ كولې شی.
395740