IQNA

حسن قشقاوی: د تهران دری اړخيزه غونډه د سيمې د ستونزو حل لاره ده

8:59 - May 26, 2009
د خبر لمبر: 1783108
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی په تهران كې د ايران ، افغانستان او پاكستان دری اړخيزه سرمشريزه دستونزو په آوارې كې سيمه ايزو لارو چارو ته د رسيدا لپاره يوه بريالۍ بيلګه وبلله .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت ويندويی ښاغلی حسن قشقاوی نن له كورنيو او بهرنيو خبريالانو سره په خپل اونيز مطبوعاتی كنفرانس كې وويل د سيمې په تيره بيا د افغانستان او پاكستان خلكو په تيرو دريوو لسيزو كې د بهرنيو د دباوو په دليل له نا آمنيو ستړی شوی دی نو هيله ده چې د تهران د غونډی د بيانیې د مادو په اجراكيدا او تابياوو سره د سيمې د خلكو دستونزو د آوارې لپاره ګامونه واخيستل شی.
حسن قشقاوی پرون د ايران او پاكستان د ولسمشرانو په غونډه كې له ايران څخه پاكستان ته د ګازو د صادريدا په تړ ون موافقې ته اشاره وكړه او ویې ويل په دغه تړون كې د هندوستان په شمول د دريم ګړی هيواد د ګډیډو لپاره لار نه ده تړلی او دغه هيواد هر وخت چې ویې غواړی ددغه تړون په چوكاټ كې له نوموړی طرحی سره يوه ځای كيدلای شی.
د ايران د خارجه وزارت ويندويی ښاغلی قشقاوی په دوام كې د ايران د ګواښلو په اړه د صهيونست رژيم د مشر وروستۍ څرګندونې روانی او نفسياتی جنګ وباله او ویې ويل دغه ‌ډول څرګندونې د صهيونست رژيم د خټی يو اساس دی.
د خارجه وزارت ويندويی حسن قشقاوی وويل هم د سيمې حالاتو او همدغه راز د صهيونست رژيم ګڼ شمير داخلی كړكيچونه دغه رژيم ته د ايران د ګواښلو او جنجال جوړونو اجازه نه وركوی او ايران به كوچنی ګواښ ته ستر ځواب وركړی.
ښاغلی قشقاوی د غزی د كلابندو خلكو وضعيت ډير خواشينونكی وباله او ویې ويل غزه يوه بې چټه بند دی چې يو نيم مليون خلك پكې بنديان دی چې د اسرائيلو ملاتړی لويدیځ قدرتونو د دغه هيواد په خلكو تپلی دی.
هغه د غزی له خلكو سره د مرستې لپاره له نورو اسلامی هيوادونو سره د ايران په ملګرتياوو ټينګار وكړ او ویې ويل د اسلامی كنفرانس او نورو نړيوالو ارګانونو اقدامات د دغه ستر بند قلف مات كړی.
د اسلامی ايران د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی په دې اړه د لويدیځ د ځينو پوځی چارواكو د دغو تكراری ادعاګانو په هكله چې ايران به په راتلونكو دريوو كلونو كې اتومی بم ترلاسه كړی وويل د ايران د اسلامی جمهوريت سياست اټومی سياست كې اتومی وسلی كوم ځای نلری او ايران تل د اتومی وسلو په ختمولو او په سيمه او نړۍ كې د ډلوژونكو وسلو په تمولو ټينګار كړی دی.
د اسلامی ايران د خارجه وزارت ويندويی ټينګار وكړ ايران د اتومی انرژۍ د نړيوال اژانس رسمی غړی او د اين پی ټی لاسليك كونكی دی او د سوله ايزو اتومی فعاليتونو په لاره كې د ايران د ګواښلو لپاره كوم دليل نشته.
410749
captcha