IQNA

په تركیې كښې «قرآنی ضيافت» پروګرام ترسره شو

9:08 - May 27, 2009
د خبر لمبر: 1783756
نړيواله ډله: يو پروګرام د «قرآنی ضيافت» تر عنوان لاندې د د اناتولی د ځوانانو د انجمن په مرسته د غبرګولی د مياشتې په دريمه نیټه د تركیې د «اردو» ښار په «دوكوز ايلول»( Dokuz Eylül) كلب كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له haber7یې نقلوی، ، په دې قرانی پروګرام كښې چې د اردو د ښار په زرګونو كسانو په كښې ګډون وكړ، د اناتولی د ځوانانو د انجمن سترسكتر «الياس تونگوچ»(İlyas Tongüç) په دې پروګرام كښې په خپلې وينا كښې وويل: تركيه دې وخت په داسې حالاتو كښې ده چې ځينې كسانو دا هڅه كوی چې پكښې اسلامی او قرانی ارزښتونه له منځه يوسی او داسې كارونو سره مقابله يوازې په دې طريقه ممكنه ده چې قران چې د خدای كتاب دی هغه ټينك ونيسو او په هغې باندې عمل وكړو.

هغوی د ځوانانو د حالاتو په هكله هم خبرې وكړی او ویې ويل: كله چې د دې هيواد له ټيلويژنه او خبری رسندويو د ځوانانو د انحراف خبرې او پروګرامونه خپریږی نو ډېر خفه كیږو چې ولې بايد د دې هيواد ځوانان له قران او اسلامی تعليماتو ليری شی.
410762
captcha