IQNA

په پاكستان كښې د جمات د امامانو د تربيت لپاره د ښوونې دوره ترسره شوه

14:44 - May 27, 2009
د خبر لمبر: 1784069
نړيواله ډله: په پاكستان كښې د جمات د امامانو او د مبلغانو د تربيت دا دوره اسلام اباد سره نزدې په «باره كهو» سيمې كښې د «جامعة الرضا(ع)» دينی مدرسې په مرسته ترسره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، له پاكستانه، د ځوانانو تبليغيانو او د جمات د امامانو دا دوره د ټول وخت لپاره ده.
په دورې كی ګډون كوونكيو ته د عقايد، اخلاق، تفسير، قرانی علمونو، تجويد او د قران كريم د قرائت درسونه استاد «آصف سروری» او د المصطفی(ص) اكیډمی مشر حجت‌الاسلام «ابرار حسين» وركړل.

د دې دورې په اخر كښې له ګډون كوونكيو يو ازموينه واخستې شوه چې پكښې 21 ښو كسانو ته ډالۍ وركړې شوې.
410701

captcha