د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، هم دا راز د بهرنیو چارو وزارت ته هم ولس مشر امر کړی تر څو له پاکستان سره د امنیتی تړون په چوکآت کې دا مسئله له پاکستانی لوری سره مطرح او نتیجه ېې د ولس مشرۍ دفتر ته زر تر زره وړاندې کړی .
ښاغلی روحانی په خپل پیغام کې زیاته کړې د ایران د خاورې خپلواکی عزت او استقلال تل د بد غواړو په سترګو کې اغزی دی خو د دې خاورې ساتونکو تل شرافت او شجاعت ته معنا او مقام ورکړی .
هغه زیاته کړه دولت مصمم دی د خلکو په ملاتړونو په تکېې سره د اشرارو او پلان شویو شرارتونو په وړاندې د خپل هیواد له پولو ساتنه وکړی .
هغه د اسلامی انقلاب معظم لارښود انتظامی ځواکونو او د شهیدانو کورنیو ته د ۱۷ ایرانی سر حد ساتونکو د شهادت تسلیت ووایه او کورنیو ته ېې د عظیم صبر غوښتنه وکړه .
د کورنیو چارو وزارت د سیاسی امنیتی چارو مرستیال علی عبد الهی وویل د پیښې د هر اړخیزې پلټنې لپاره یوه کمیټه جوړه شوې تر څو پیښه په هر اړخیز او دقیق ډول زر تر زره وڅیړی .
هغه وویل د امنیتی موافقې په اساس پاکستان هم ژمن دی تر څو خپله پوله د اشرارو د اوښتو د مخنیوی په موخه په منظم ډول وڅاری .
تیره شپه د ایران د سویل ختیځ د سیستان او بلوچستان ولایت په جنوب کښې د نښتې له امله ۱۴ پوله ساتونکی شهیدان او شپږ نور ټپیان شول.
1308158