IQNA

په سنګال كښې د حضرت امام خمينی(ره) د وفات كليزره ترسره شوه

8:58 - June 06, 2009
د خبر لمبر: 1787521
نړيواله ډله : د جمهور اسلامی ايران د بنسټګر حضرت امام خمينی(ره) شلمه كليزه د پنج شنبې په ورځ د غبرګولی د مياشتې په 15 نیټه د عالمانو، پوهانو د پوهنتون د استاذان په ګډون سره د سنګال په پلازمينه داكار ښار كښې په «شيخ آنتا ديوپ» پوهنتون كښې ترسره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له lesoleil یې نقلوی په دې پروګرام كښې په سنګال كښې د جمهوری اسلامی ايران سفير«جهان‌بخش حسن‌زاده»د ايران اسلامی انقلاب څه رنګ والی ته په پام وويل: د ايران انقلاب د سنګال لپاره بيلګه كيدی شی ځكه چې د امام خمينی(ره) د دې انقلاب وروسته ايران هیڅكله له اقتصادی او سياسی پرمختګه نه دی پاتی شوی.
416339
captcha