IQNA

په امارات كښې د قران څیړاندو خويندو درنښت كیږی

8:39 - June 08, 2009
د خبر لمبر: 1788467
نړيواله ډله: په امارات كښې په 2009 ـ 2010 ميلاديتحصيلی كال كښې د 150 حافظانو ښځو د درنښت پروګرام د غبرګولی د مياشتې په 16 نیټه د امارات د كورنو د حمايت د مؤسسې په مرسته په زايد ښار كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د امارات له رسمی خبری اژانس((wam یې نقلوی، په دې پروګرام كښې د اماراتو د كورنو د حمايت د مؤسسې مشرې «فاطمة سيف المزروعی» او د هيواد د اسلامی اوقافو د ادارې نمايندګانو او ځينې كلتوری او ټولنيزو شخصيتونو ګډون وكړی.

فاطمه سيف المزروعی د قران حفظ، تحقيق او د كلام الهی څیړنې ډېرې مهمې وګڼلی او په امارات كښې د زياتو حافظانو شتون یې قران سره د مينې نښانه وبلله.
417222

captcha