IQNA

په تركیې كښې د دينی صلاحيت د څرګندولو ازموينه ترسره كیږی

9:20 - June 09, 2009
د خبر لمبر: 1788933
نړيواله ډله: د تركیې د دينی چارو وزارت د دې هيواد دينی مركزونو او جماتونو ته د پاملرنې په نيت له هغې كسانو چې دينی چارو كښې پوهه لری يوه ازموينه اخلی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له Haber7 یې نقلوی، هغه كسان چې د قران، اذان د ښوونې په مركزونو يا په جماتونو كښې د امامتۍ نيت لری بايد د چنګاښ د مياشتې په 14 نیټه په هغه ازموينې كښې چې د تركیې د دينی چارو د وزارت له اړخه ايخودی شوې ده ګډون وكړی.
قرائت قرآن، تفسير، حديث او اسلامی فقه هغه موضوعات دی چې په دې ازموينه كښې به راځی.
417824
captcha