د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «الشرق الأوسط» ورځپاڼې یې نقلوی، د ټوكيو د دينونو د څیړنې د مركز مشر «طيب المختار موتو» دې خبرې اژانس سره په خبرو كښې وويل: نن سبا په لويدیځو هيوادونو كښې د اسلام او مسلمانانو په هلكه غلطې خبرې، نيوكې او غلط اطلاعات په زياتيدو دی خو دا ټول سپكاوی بيا هم د اسلام له خپريدو مانع نه شو.
هغه په جاپان كښې د اسلام د زياتيدو ته په پام وويل: ځينې كسان چې د اسلام مخ بد څرګندوی او په هغوی باندې د وژنې، قتلونې او ترهه ګرۍ تور لګوی دا سبب كیږی چې د اسلام حقيقی څيره له خلكو پټه پاتې شی.
هغه وويل: جاپان كښې د ښاريانود ازادۍ په سبب او د جاپان د خلكو د تسامح عادت او عقلانيت د دې سبب شوی دی چې د دې هيواد خلك اسلام او مسلمانانو سره د نزدې والی احساس وكړی او د دې دين د مقدساتو او احساساتو خيال وساتی او سپكاوې یې ونه كړی، نو ځكه پكښې اسلام ورو ورو په زياتيدو دی.
418298