د ايرنا د راپور له مخې د ايران د اسلامی جمهوريت د كورنيو چارو وزير صادق محصولی نن د انتخاباتو په كمیټه كې وويل محمود احمدی نژاد په ۲۴ مليونه پينځه لكه ۱۶ زره رايو سره چې ۶۲/۶۳ فيصدو ، محسن رضايی مير قائد ۶ لكه اته اويا زره دوه سوه څلویښت چې ۱/۷۳ فيصده كیږی ، مهدی كروبی دری لكه ۳۳ زره ۶۳۵ رايو سره چې ۰/۸۵ فصيده كیږی . مير حسين موسوی خامنه هم ۱۳ مليونه دوه لكه ۱۶ زره ۴۱۱ رايو سرع چې ۳۳/۷۵ فيصده كیږی ترلاسه كړی دی .
هغه څلوره لكه ۹۲۸۹ رايی باطله اعلان كړی چی ۱/۰۴ فصيده كیږی.
د ايران د كورنيو چارو وزير دی ته په اشاری سره چې ۴۶ مليونه دوه لكه كسانو د رايو د وركولو شرايط درلودل زياته كړه په شرايطو برابرو ۸۵ فيصدو كسانو په ټاكنو كې ګډون كړی وو .
د اسلامی ايران د كورنيو چارو زير په دغو ټاكنوكې د خلكو ګډون بې ساری او ستره حماسه وبلله او د ايران د ملت او د انتخاباتو له درستو كاركوونكو او واليانو څخه یې قدرونه وكړه .
420302