د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له «IslamFestival» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې جشنوارې كښې به بيلا بيلې ناستې كیږی چې پوښتنې او ځوابونه به پكښې په لاندينيو موضوعاتو كښې ترسره كیږی: "اسلام د بدو تعريفاتو شاته"، "ښځه، اسلام او ازادی"، "په اسلام كښې د خطاطۍ هنر"، "قران او نوی علمی كشفيات"، "د قران په لور سفر"، "د جهاد حقيقی معنی"، "د بيت المقدس په هكله د اسلام نظر" او "د روژې په مياشت كښې روژه ساتل".
421509