IQNA

دايران ټول خلك دزوروينې په وړاندې دريدلی دی .

13:40 - June 26, 2009
د خبر لمبر: 1794859
دايران داسلامی جمهوريت ولسمشر داروپا او لويدیځ دايران ضد دریځونه دطاغوتی نظامونو دخطر داحساسولو له كبله وبلل .
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، دايران داسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن دايران په جنوب كښې د بوشهر ولايت په عسلويه كښې دمهر پیټروكميكل ودانۍ دكار دپيليدا په مراسمو كښې دايران دولسمشرۍ دانتخاباتو دترسره كيدا په هكله دځينو قدرتونو شورماشور ته په اشارې سره وويل دغه شور ماشور دايران دملت لپاره دزړه سواندې په خاطر نه دی بلكې دډيموكراسۍ په زمينه كښې دهغوې ددرغو ادعاګانو دايشواكيدا او دهغوې دخطر داحساس په خاطر دی .
دايران ولسمشر وويل د ولسمشرۍ په لسم پړاو انتخاباتو كښې دڅلویښت ميليونه خبرو او پرتمينه انسانانو ګډون او درغونې لپاره دايران د ملت لوړه بيلګه او ملی او ایډيالی پيوستون يوه ستره حماسه رامينځته كړه او دايران ملت له تير وخت څخه زيات متحد او منسجم او په ډير قدرت سره د لارې دوام ته هوډمن دی او باوری دی چې په نړۍ واكمنې ظالمانه اړيكې بدلې شی .
دايران ولسمشر ډاګينه كړه دايران ملت په ټول اقتدار البته داصولو ، منطق ، عدالت ، تفاهم او ورورګلوۍ په اساس دریځ غوره كړی او په سم ډول له اروپای او لويدیځو حكومتونو سره خبرې كوی .
دايران ولسمشر دايران دملت له ظلم سره دمبارزې روحیې ته په اشارې سره وويل دايران ټول خلك دزوروينې په وړاندې دريدلی دی .
424751
captcha